
ایکنا نیوز د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر د ویب پاڼې له مخې راپور راکړ، ددغې کمیټې درېیمه اعلامیه په دې ډول ده!
بسم الله الرّحمن الرّحیم
«مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن یَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِیلًا»
د نړۍ د ستر مرجع، د اسلامي انقلاب د حکیم رهبر او د حق او مقاومت د جبهې د بیرغوال، مجاهد او شهیدامام خامنهای (قدس الله نفسه الزکیه) د خونین عروج په تعقیب سره ، اسلامي نړۍ د داسې ستر شخصیت په ویر کې ډوبه ده چې خپل ټول برکتناک عمر ئې د حق د کلمې د لوړتیا، د اسلام د دفاع، د خلکو د خدمت او د اسلامي امت د هدایت په لاره کې تېر کړ.
دغه شهید رهبر د خپل ټینګ ایمان، خالصانه جهاد، کلک صبر او الهي بصیرت په مټ تل د قدرمن ایران د خپلواکۍ، او د اسلامي امت د عزت او لارښوونې بیرغ لوړ ساتلی و. د هغه د پړاؤ د دغه بېساري شخصیت نوم او یاد به د ایران په تاریخ، د اسلامي نړۍ په حافظې او د نړۍ د ازادفکره انسانانو په زړونو کې تلپاتې پاتې شي.
دمجاهد او شهید امام حضرت آیتالله العظمی خامنهای (اعلی الله مقامه الشریف) د خونین عروج د لمانځنې کمیټې، د حضرت ولي عصر (عجل الله تعالی فرجه الشریف)، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی حسيني خامنهای (مد ظله العالي) او ټولو آزادو ملتونو او د حق د لارې مینهوالو ته تسلیت او تهنیّت وړاندې کوي او همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د وفادار او انقلابي ولس او د اسلام او اسلامی انقلاب د ټولو مینهوالو له ولولناک او وفادار او پرتمینو خلکو قدرونه او مننه کوي.
د دغې کمیټې د مخکینیو اعلامیو او ترسره شویو چمتووالي ته په پام سره ، د هېواد ټولو قدردانو او عزادارو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د هغه مجاهد او شهید امام او د هغه د کورنۍ د غړو؛ شهیدانو ډاکټر مصباحالهدی باقريکني، سیده بشری حسيني خامنهای، زهرا حداد عادل او زهرا محمدي ګلپایګاني (رضوان الله علیهم اجمعین) د پاکو جنازو د خداي په آمانئ ، تشییع او تدفین مراسم به پهدې ډول ترسره شي:
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ دمیاشتې (تیر) ۱۳ او ۱۴ نېټې د شنبې او یکشنبې ورځې چې د محرم الحرام له ۱۹ او ۲۰ نیټو سره سمون خوري؛
د تهران په امام خمیني (قدس سره) عید ګاه یا مصلی کې د سپېڅلو جنازو د خداي په آمانئ دستورې !
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۵نیټه په دوشنبې ورځې ، چې د محرم الحرام له ۲۱ سره برابره ده!
په تهران کې د جنازې او تشییع دستورې؛
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۶ نیټه،سه شنبې په ورځ چې د محرم الحرام له ۲۲ نیټې سره سمون لري!
د قم په سپېڅلي ښار کې د د خدآي په آمانئ او جنازې دستورې؛
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۸ د پنجنشبې ورځ ، چې د محرم الحرام له ۲۴ نیټې او د حضرت امام سجاد (ع) د شهادت له شپې سره برابره ده!
په مشهد مقدس کې د دجنازې مراسم او د حضرت امام رضا (علیه آلاف التحیة والثناء) په سپېڅلي حرم کې به ئې مقدسه جنازه خاورو ته وسپارل شي.
له ټولو قدرمنو خلکو، د نړۍ له پتمو انسانانو، د اسلام د مکتب له مینهوالو او له ایران سره له خواخوږو درستو پتمنو څخه غوښتنه کېږي چې په دغو ولولناکو او پرتمینو دستورو کې په ګډون سره دغه مجاهد او شهید رهبر وروستۍ بدرګه کې برخه واخلي.
په پاي کې، د مراسمو د ښه تنظیم لپاره د اړوندو ادارو او ولسي ډلو له پراخو چمتووالو او هلوځلو څخه مننه کېږي. همدارنګه ټینګار کېږي چې د دغو مراسمو اصلي مسئولیت به د همدغو قدردانو او همیشه په صحنې د حاضرو خلکو پر غاړه وي، ځکه دوی د دې ویر اصلي خاوندان دي، او انشاءالله د خلکو په مټ به یو لړ بېساري او پرتمینې ولسي دستورې ترسره شي.
د دغو مراسمو نور جزئیات به وروسته د خلکو د خبرتیا وړاندې شي.
په درناوي :::
https://iqna.ir/fa/news/4357950